سه شنبه, ۲۲ ربیع الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۰/۱۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د ټرمپ نقشه؛ د امریکا واکمني او وسایل یې مسلمان حکام!

(ژباړه)

خبر:

سپینې ماڼۍ د ۲۰۲۵م کال د سپټمبر پر ۲۹مه یوه بشپړه طرحه خپره کړه، چې په غزه کې د بیړني اوربند غوښتنه پکې شوې او تر دې وروسته د دې سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت د تنظیم او بیارغوونې لپاره پراخ پلان هم پکې شامل دی. 

د دې طرحې موخه دا ده چې غزه «په بې‌وسلې سیمه» بدله کړي او په ورته وخت کې د نړیوالو او سیمه‌ییزو تضمینونو په رڼا کې د حکومت د انتقال لپاره خوندي کړنلاره برابره کړي. دغه کړنلاره به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مستقیم څار لاندې، د یوه نوي جوړ شوي نړیوال بنسټ له خوا، چې د دې برنامې عملي کېدل به څاري، پلې شي. (سرچینه: الجزیره نټ)

تبصره:

په هغه معامله کې چې بیه یې بشپړه تسلیمي ده، ټرمپ خپله هغه طرحه وړاندې کړه چې شل بندونه پکې شامل دي. د دې طرحې یوه برخه په بشپړه توګه روښانه ده، چې په یهودي رژیم، د هغوی د امنیت په ټینګښت او نورو مسایلو پورې اړه لري؛ خو بله برخه یې چې په غزه او د دې سیمې د خلکو په برخلیک پورې اړه لري، مبهمه او ډېره خطرناکه ده. دا طرحه داسې بندونه لري چې پېچلي جزیات پکې شامل دي. د طرحې په ټولو بندونو کې د فلسطین پر مظلومو خلکو د (ترهګرو) ټاپه وهل شوې او د اشغالګرو پر وړاندې د هغوی جهاد جرم بلل شوی دی. د یادې طرحې تر ټولو ناوړه برخه دا ده چې ټرمپ خپل ځان د غزې د چارو ولي معرفي کړی، چې دا سیمه دې د امریکایي واکمنۍ او «سولې شورا» تر نامه لاندې اداره شي.

دې ته له پام پرته چې په دې ناوړه نقشه کې څه راغلي، د فلسطین د قضیې په تاریخ کې ثابت واقعیت دا دی چې د ۱۹۴۸م کال د «نکبت» له وخته او د ۱۹۶۷م کال په جګړه کې د عربو له شپږ ورځنۍ ماتې بیا تر اوسه، مسلمانو حکامو همغه ناوړه او چټل رول لوبولی دی: ځینې وخت د ماتې او تسلیمۍ، ځینې وخت د خیانت او مسوولیت پرېښودو او ځینې وخت له دښمن سره د یوځای کېدو او دسیسې په توګه.

د هغوی تر ټولو ښکاره رول د ټرمپ په نقشه کې د عملي وسایلو په توګه د مستقیم رول لوبول دي. دوی له خپل بادار سره په سپنه ماڼۍ کې ولیدل، د هغه د دستور اطاعت یې وکړ او ان تر ټولو مخکې یې هغه نقشه چې د ټرمپ او نتنیاهو له خوا چمتو شوې وه، د بیانیې په ورکولو سره تایید او هرکلی یې وکړ؛ هغه بیانیه چې د ټرمپ د رهبرۍ رول پکې ستایل شوی و، په داسې حال کې چې هغه پخپله په غزه کې د نسل ‌وژنې مالي تمویل، ملاتړ او پوښښ پر غاړه لري. دغو خاینو حکامو په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ټرمپ د صادقانه هڅو ستاینه وکړه او د سولې د راوستلو لپاره یې د هغه پر وړتیا خپل باور څرګند کړ.

مسلمانو حکامو د دې طرحې د پلي کېدو لپاره د خپل نظامي ځواک، امکاناتو او پیسو په واسطه چمتوالی اعلان کړی، ترڅو د نتنیاهو هغه اهداف مخته یوسي چې د جګړې له لارې یې تر لاسه نه کړل: د مجاهدینو تصفیه او بې وسلې کول، ترڅو یهودیانو ته د اوږدمهاله امنیت زمینه برابره شي او ستړي شوي سرتېري یې دمه وکړي. هغوی چمتو دي چې د اشغال پاتې‌شوني پاک کړي او د غزې په بیارغونې سره د جنایتونو له صحنې څخه د وینو نښې ومینځي، ترڅو د غزې خلک د دغه پلان منلو ته راضي کړي؛ په داسې حال کې چې په ګواښونو او ډارولو سره یې د مقاومت د رهبرانو ملاتړ محدود کړی او د مخالفت په صورت کې هغوی پرېږدي، چې خپل برخلیک ومني.

په انصاف او دقت سره باید ووایو چې حکام یوازې د نتنیاهو د موخو تر لاسه کېدو په لټه کې نه دي، بلکې هغوی خپلې موخې هم څاري؛ ځکه یهودیان او مسلمان حکام ګډ دښمن لري چې د هغوی له سترګو یې خوب تښتولی، تاج او تخت یې لړزوي او امنیت او ثبات یې ګواښي؛ هغه له جهاد پرته بل څه نه دي چې ډېوه یې په فلسطین کې تراوسه بله ده او ټول پر دې توافق لري چې دا ستونزه باید حل شي او د «ابراهیمي تړون» تر سیوري لاندې باید له ثبات څخه برخمن شي.

دغه حکام چې د فلسطین د خلکو په غیاب کې د خپلو تختونو او د ټرمپ د رضایت د تر لاسه کېدو لپاره فلسطین پلوري، د استعمار د نوي پړاو بنسټ ږدي؛ هغه استعمار چې تر ټولو ډېر ناوړه او له ذلته ډک دی. دوی دغه پړاو ته د امت په داخلولو سره فلسطین ته سپکاوی کوي او له تباهۍ سره یې مخ کوي. که چېرې اوس په امت کې کمزوري لیدل کېږي، دغه کمزوري یوازې په حکامو کې ده؛ هغوی د امت پر وړاندې تر ټولو خطرناک دښمنان دي.

لنډه دا چې د خلاصون لاره د دغو حکامو ګوښه کول دي او دا د هغه دین د پلي کولو لپاره دروازه ګڼل کېږي، چې احکام یې ځنډولي دي او په دې توګه به د الهي نصرت د ترلاسه کولو لامل شي، ځکه همدغه حکام یې پر وړاندې خنډ دي.   

لیکوال: عبد الرحمن الِلدّاوي

۱۴۴۷هـ.ق د ربیع الثاني ۱۱مه

۲۰۲۵م د اکټوبر ۳مه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې